معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بدخشان کې تېره میاشت د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

بدخشان کې تېره میاشت د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بدخشان امنیتي مسؤولینو ويلي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، د روان کال په تېره میاشت کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې د ښځو، ماشومانو او نارینه وو په ګډون ۲۲ تنه مړه شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو بې غوري بللې ده.

مسؤولین له موټر چلوونکو غواړي چې ټرافیکي اصولو ته دې خپله پاملرنه زیاته کړي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس