معماری
خانه / ګهیځ / افغان کرکټ بورډ راتلونکې میاشت ملي شل اوریزې سیالۍ پیلوي

افغان کرکټ بورډ راتلونکې میاشت ملي شل اوریزې سیالۍ پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۹مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې په راتلونکي اپرېل میاشت کې ملي شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادې سیالۍ به د اپرېل له ۱۶مې تر ۲۷مې نېټې پورې دوام وکړي.

یادې سیالۍ په کندهار ولایت کې د “قوشتېپه ملي شل اوریز جام” تر نامه لاندې ترسره کیږي.

تر دې وړاندې د کرکټ بورډ سرچینو ویلي وو، په پلان کې ده تر اختر وروسته د شپږیزې لیګ نهم پړاو پیل شي، خو کرکټ بورډ وايي د وخت د کمښت له امله ونه توانیدل چې شپږیزه ترسره کړي او دغه لیګ به په خپل ټاکلي وخت اګست کې ترسره شي.

دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره ترسره کیږي چې د ۵ لوبډلو ترمنځ به هره لوبډله دوه ځل یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي او دوه مخکښې لوبډلې به یې پایلوبې ته وځي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس