معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / اسلام آباد ته به دا مسلسل شرارت ګران پریوزي!!

اسلام آباد ته به دا مسلسل شرارت ګران پریوزي!!

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ او د دې هېواد پوځي استخبارات د نړۍ په کچه په ورانکارۍ او د نورو هېوادونو په چارو کې په مداخلې تورن دي، پوځ یې هر وار په خپلو سرحداتو کې تروسله والو بریدونو وروسته، پر افغان لوري بې بنسټه ادعاوې کوي او تر تورونو وروسته، دلته بریدونه کوي او عام افغان ولس ته مرګ ژوبله اړوي.

په تازه پېښه کې د پاکستان هغه هوایي برید یادولای شو چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې ترسره شو او په ترڅ کې یې د عامو افغان وګړو کورونه بمبارد او له امله یې په پکتیکا کې درې مېرمنې او درې ماشومان شهیدان او یو کور ونړېد. دغه راز د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې هم د شوي هوایي برید له امله یو کور ونړېد او دوه تنه مېرمنې په کې شهیدانې شوې.

پاکستاني پوځیانو ادعا کړې، چې د افغانستان د خوست او پکتیکا پر سیمو باندې په ترسره شوي بمبارد کې یې د پاکستاني طالبانو د یوې برخې قوماندان عبدالله شاه وژلی دی، خو د اسلام آباد تر دغې ادعا څو ګړۍ وروسته، په خپله همدا قوماندان له وزیرستان څخه یو ویډیويي کلیپ خپور کړ او ویې ویل چې دی نه یوازې ژوندی دی، بلکې په خپله پلرنۍ سیمه (وزیرستان) کې ژوند کوي.

که څه هم افغانستان دمګړۍ د یوه بې ضرره سیاست په خپلولو سره ټولو هېوادونو ته د دوستۍ لاس غځولی، خو د اسلام آباد واکمن په کراتو د ګاونډیتوب له پولو را اوښتی او د ناسمو او بې بنسټه تورونو په پورې کولو سره یې د ښه ګاونډيتوب اصل له پامه غورځولی.

افغان حکومت وایي چې تل یې پالیسي همدا ده چې “خپله خاوره به د هېچا پر ضد نه

استعمالوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي، چې لدې خاورې څخه نورو ته مشکلات ايجاد کړي”، خو له بده مرغه اسلام آباد چې تل یې په افغانستان کې له هر حکومت سره دښمني ساتلې، د افغانانو له دې تحمل او زغم څخه ناسمه ګټه اخلي او د خپلو شخصي اغراضو او دښمنانه موخو لپاره تل پر افغان خاوره را دانګي.

پاکستان تل هڅه کوي چې پر افغانستان خپل فشار او اغېز په فکري او فزیکي ډول جاري وساتي او د ښه ګاونډیتوب د اصولو پرعکس چلند ولري، په یاد مو دي چې څو لسیزې پخواه پاکستان پر افغانستان باندې د لویدیځ والو او امریکا د یرغل پرمهال خپله خاوره لویدیځو اشغالګرو ته په واک کې ورکړه او بهرنیو اشغالګرو د جیکب آباد پوځي اډې په ترلاسه کولو څه باندې شل کاله افغان ولس وواژه، کورونه یې ور ړنګ کړل او په سل ګونو افغانان یې بندیان کړل.

تر هغې لویې غمیزې وروسته پاکستان په کراتو د تورخم او سپین بولدک په سرحدي بندرونو کې د بندیزونو په لګولو افغان سوداګرو ته مشکلات جوړ کړل، چې دا مشکلات اوس هم او تر ننه دوام لري.

بل خوا د اسلام آباد واکمنو د دې مشکلاتو ترڅنګ یې تل په خپله خاوره کې پر افغان کډوالو ځمکه سره کړې او برناحقه یې د دوی په ځورولو او بندي کولو لاس پورې کړی چې دا لړۍ لا تراوسه هم دوام لري.

د اسلام آباد واکمنو په ساړه ژمي کې په لکونو افغان کډوالو باندې ځمکه تنګه کړه او په یو وار یې په جبر له پاکستانه افغانستان ته راستانه کړل.

پر افغان خاوره د اسلام آباد د پوځي یرغل چې تل دلته د خپلو مخالفینو تر نامه لاندې ترسره کېږي دا ځل هم بې پایلې ؤ؛ ځکه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني واکمنو وسله وال مخالفین په ښکاره توګه په خپلو سیمو کې مېشته دي او د تل په څېر پر افغان خاوره د اسلام آباد د هوایي بریدونو له امله بې ګناه افغانان او معصوم ماشومان شهیدان کېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې د افغان لوري له دومره زغم او حوصلې سره سره هم د پاکستان پوځ دغه ډول پلمې جوړوي او نه پرېږدي چې افغان ولس آرام ژوند وکړي؟

دا هم جوته ده چې که چېرې د پاکستان پوځ د خپل دغه ناسم سیاست پرځای سمه او منظمه تګلاره خپله کړي، له خپلو ګاونډیانو او په تېره بیا افغانستان او هند سره سمې او د برابرۍ پر بنسټ ولاړې اړیکې وپالي نو هم به دوی خپله هم آرام ژوند ولري او هم د دوی ګاونډیان.

د اسلام آباد د شریرانه اقداماتو او افغان وژنې په اړه د عکس العمل په توګه چې د کابل له خوا کوم غبرګون وښودل شو او د افغانستان د دفاع وزیر په نظامي یونیفورم سره د اسلام آباد خلاف د ځوابي بریدونو مشري وکړه، په ډاګه یې دا پیغام له ځان سره درلود چې کابل نور د اسلام آباد د تورونو او بریدونو په وړاندې غلی نه کښیني او د پاکستان نظامي واکمن باید داسې فکر و نه کړي چې پر افغان خاوره به د دوی پرله پسې بریدونه بې ځوابه پاتې کېږي.

اسلام آباد باید په یاد ولري چې افغان ولس د اشغال او تېري پلوي هر بلواګر په ګونډو کړی او په شرمیدونکي ډول یې له خپلې خاورې ایستلی دی، ځکه نو اسلام آباد ته هم په کار نده چې د نژدې یوې پېړۍ له ترخو تجربو ګټه واخلي او په تکرار سره د دې باغیور ملت د قربانیو امتحان؛ نه اخلي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس