د افغانستان اوسنی وضعیت؛ ایران یې پړه پر امریکا وراچوي

ګهیځ: د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي ویلي، امریکا چې هر ځای ته تللې پرته له ستونزو او خنډونو یې هیڅ هم په میراث نه دي پرېښي. هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي مټ کنودسن سره په لیدنه کې ویلي چې …

Read More »

اسلامي امارت له ترکیې په افغانستان کې پر کانونو د پانګونې غوښتنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو د کېندنې په برخه کې د ترکیې د پانګونې غوښتنه کړې ده. ګهیځ: د کانونو او پطرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګین سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې ترکیه دې دافغانستان د کانونو …

Read More »

پاسپورټ ریاست: سر له سبا په ۱۴نورو ولایتونو کې هم د وېش لړۍ پیلېږي

د هېواد په څوارلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیلېږي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم ګل حقاني یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی د پاسپورټ ریاست د ټولو تخنیکي ستونزو د له منځه وړو په لټه کې …

Read More »

اسلامي امارت د مخکیني حکومت د غړو وژنه رد کړه

د اسلامي امارت ویاند هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې د اسلامي امارت لخوا د تېر حکومت یو شمېر غړي په نښه شوي دي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د دوی لخوا د پرځېدلي حکومت ټولو غړو ته هیڅ ډول …

Read More »

افغانستان؛ آل ثاني وايي نړیوال یې په اړه مشخصه تګلاره نه لري

قطر وايي نړیواله ټولنه تر دې دمه د افغانستان په اړه مشخصه تګلاره نه لري. ګهیڅ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي چې په سیمه کې د ثبات لپاره په افغانستان کې ثبات مهم دی، د ده په وینا …

Read More »

امیر خان متقي له چیني سفیر سره لیدلي دي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیر خان متقي او د چین سفیر په کابل کې کتلي دي. ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) نن له غرمې وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او په کابل کې د چین سفیر وانګ یې تر منځ …

Read More »

فرانسه په کابل کې د خپل سفارت د ژر پرانیستو هڅه کوي

د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی، چې هڅه کوي څو ژر په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) امانویل مکرون ویلي چې له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت له سره پیل کړي. نوموړي …

Read More »

د کابل په څلورمه حوزه کې بمي چاودنه شوې

د کابل څلورمې حوزې اړوند تایمني سیمه کې بمي چاودنه رامنځ ته شوې. ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) د ماسپښین څه د پاسه ۱۲ بجې د کابل په څلورمه حوزه کې سړک د غاړې بم چاودنه کړې. د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمد الله وثیق وايي، چې په یاده …

Read More »

د ښځو د حقونو په اړه د ا.ا نوی فرمان؛ وېسټ یې هرکلی کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ښځو د حقونو په اړه د اسلامي امارت د مشر ملا هېبت الله اخوندزاده د فرمان هرکلی کړی. ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) امریکايي استازي توماس وېسټ پر خپل ټویټر د فرمان د هغې برخې یادونه کړې چې د …

Read More »

په افغانستنان کې روان کړکېچ؛ ۳ نیم میلیونه وګړي یې له خپلو مېنو بې ځایه کړي

UNHCR وايي په افغانستان کې دننه درې نیم میلیونه کسان د روان کړکېچ له کبله بې ځایه شوي دي. ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ د لېندۍ پر ۱۲مه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې …

Read More »