معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په افغانستنان کې روان کړکېچ؛ ۳ نیم میلیونه وګړي یې له خپلو مېنو بې ځایه کړي
In this photograph taken on December 27, 2015, an internally-displaced Afghan woman holds a child as she sits in front of her tent at refugee camp on the outskirts of HeratAFP PHOTO/AREF KARIMI / AFP / Aref Karimi (Photo credit should read AREF KARIMI/AFP/Getty Images)

په افغانستنان کې روان کړکېچ؛ ۳ نیم میلیونه وګړي یې له خپلو مېنو بې ځایه کړي

UNHCR وايي په افغانستان کې دننه درې نیم میلیونه کسان د روان کړکېچ له کبله بې ځایه شوي دي.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ د لېندۍ پر ۱۲مه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د کډوالو د لاسنیوي لپاره نورو بشري مرستو ته اړتیا ده.
بلوچ وايي د بې ځایه شوو له ډلې ۷ لکه هغه کسان دي چې یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي او زیاتوي چې دا خلک سرپناه، خوړو او نورو لومړنیو توکه ته اړتیا لري.
هغه وايي: “ډېری کورنۍ له سختې یخنۍ دخلاصون لپاره مناسبې سرپناه او نورو اړینو شیانو ته اړتیا لري. لوږه په دې هېواد کې د اټکل له کچې لوړه شوې ده. نژدې ۲۳ میلیونه افغانان چې د هېواد د ټولو وګړو په سلو کې نژدې ۵۵ جوړوي، له سختې لوږې او شااوخوا نهه میلیونه کسان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.”
د ‘UNHCR’ د معلوماتو پر بنسټ، ملګري ملتونه هره ورځ شااوخوا ۶۰ زره افغان وګړو ته بشري مرستې رسوي، خو د بابر بلوچ په وینا د مرستو د رسولو پر مهال دوی له زرګونه نورو کسانو سره هم مخامخ کېږي چې مرستو ته اړ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس