معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان اوسنی وضعیت؛ ایران یې پړه پر امریکا وراچوي

د افغانستان اوسنی وضعیت؛ ایران یې پړه پر امریکا وراچوي

ګهیځ: د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي ویلي، امریکا چې هر ځای ته تللې پرته له ستونزو او خنډونو یې هیڅ هم په میراث نه دي پرېښي.
هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي مټ کنودسن سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د ماشومانه سیاستونو زېږنده دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بیا په افغانستان کې د ایران له وروستیو بشردوستانه هڅو مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ایران له کلونو راهیسي له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب کړی دی او دوی هیله لري چې دغه هېواد د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کې نورې هلې ځلې هم وکړي.
نوموړي دغه راز د افغانستان د وضعیت د رغوونې په برخه کې د سیمې رول مهم بللی او ټنیګار یې کړی چې نړیوال دې هم له افغانانو سره د مرستې لپاره اړین ګامونه واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس