معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسلامي امارت د مخکیني حکومت د غړو وژنه رد کړه

اسلامي امارت د مخکیني حکومت د غړو وژنه رد کړه

د اسلامي امارت ویاند هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې د اسلامي امارت لخوا د تېر حکومت یو شمېر غړي په نښه شوي دي.
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د دوی لخوا د پرځېدلي حکومت ټولو غړو ته هیڅ ډول ګواښ نشته او زیاتوي چې، د تېر حکومت غړي کولی شي د یو افغان په توګه په خپل هېواد کې هوسا ژوند وکړي.
بلال وویل، شونې ده چې د شخصي جنجالونو پر بنسټ او یا هم د امارت له نوم نه په ګټه اخستنې ځینې کسانو ته زیان اړول شوی وي خو ټینګار کوي چې، اسلامي امارت لا هم د دوی لخوا د اعلان شوې عمومي عفوې پر پالیسۍ پايي.
نوموړي وویل، د افغانستان کورني مسایل د افغانانو حق دی او د دې واک لري چې د خپلو قوانینو او دود له مخې یې هوار کړي.
هغه پر نړیوالو غږ وکړ که له افغان ولس سره خواخوږي لري، پکار ده چې کنګل شوې پانګه یې خلاصه کړي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د اسلامي امارت ځواکونو ځینې هغه کسان په نښه کړي چې له تېر حکومت او نظام سره یې دنده تر سره کړې وه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس