معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / فرانسه په کابل کې د خپل سفارت د ژر پرانیستو هڅه کوي

فرانسه په کابل کې د خپل سفارت د ژر پرانیستو هڅه کوي

د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی، چې هڅه کوي څو ژر په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) امانویل مکرون ویلي چې له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت له سره پیل کړي.
نوموړي نن خبریالانو ته ویلي چې له دې کار څخه یې موخه دا ده څو وکولی شي د اروپایي هېوادونو یو شمېر سفیران بېرته کابل ته لاړ شي.
مکرون ویلي کابل ته په ورتګ سره سم به له افغانانو سره د مرستې لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.
رویټرز اژانس د مکرون له قوله ویلي چې ژر به دا چاره ممکنه کړي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو کې بېړه نه کوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي وو چې جاپان هم په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو خبره کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس