معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امیر خان متقي له چیني سفیر سره لیدلي دي

امیر خان متقي له چیني سفیر سره لیدلي دي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیر خان متقي او د چین سفیر په کابل کې کتلي دي.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) نن له غرمې وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او په کابل کې د چین سفیر وانګ یې تر منځ کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې شوي.
د یاد وزرات ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې پر سیاسي اړیکو برسېره د لورو تر منځ بحث تر ډېره په سوداګرۍ ورټول و.
هغه لیکلي: ” په ځانګړي ډول د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا بحث وشو. له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو د صادراتو پر زیاتوالي او همدارنګه چین ته له نورو لارو د افغان تولیداتو پر رسولو خبرې وشوې “.
د بلخي په خبره، متقي له وانګ یې سره د بشري مرستو او افغان محصلینو ته د تخنیکي زده کړو د بستر هوارولو پر سره هم خبرې کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس