معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاسپورټ ریاست: سر له سبا په ۱۴نورو ولایتونو کې هم د وېش لړۍ پیلېږي

پاسپورټ ریاست: سر له سبا په ۱۴نورو ولایتونو کې هم د وېش لړۍ پیلېږي

د هېواد په څوارلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیلېږي.
ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم ګل حقاني یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی د پاسپورټ ریاست د ټولو تخنیکي ستونزو د له منځه وړو په لټه کې دي.
د نوموړي په وینا سر له سبا د هېواد په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پیلېږي او په خبره یې د ولایتونو اوسېدونکي دې په پاسپورټ پسې کابل ته نه راځي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمګاني پر خپل ټویټر لیکلي: “په څوارلس ولایتونو، فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، سمنګان، بغلان، بامیان او پنجشیر کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلېږي”.
د پاسپورټ ریاست رییس وایي چې د نوو پاسپورټونو چاپ ته اړتیا نشته او اوسني پاسپورټونه د اوږدې مودې لپاره بسنه کوي.
حقاني دغه راز په کابل کې د پاسپورټونو د وېش پر بهیر هم خبرې کړي دي او په خبره یې همدا چې مهمې تخنیکي ستونزې ختمې شي د وېش لړۍ به بېرته له سره پيل کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس