معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان؛ آل ثاني وايي نړیوال یې په اړه مشخصه تګلاره نه لري

افغانستان؛ آل ثاني وايي نړیوال یې په اړه مشخصه تګلاره نه لري

قطر وايي نړیواله ټولنه تر دې دمه د افغانستان په اړه مشخصه تګلاره نه لري.
ګهیڅ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي چې په سیمه کې د ثبات لپاره په افغانستان کې ثبات مهم دی، د ده په وینا خو له بده مرغه چې نړیواله ټولنه د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره یو مشخص پلان نه لري.
آل ثاني ویلي چې دوی لا هم په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له سیاسي مشرانو سره په خبرو بوخت دي او غواړي د دوی اندېښنې هوارې کړي.
نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د روسیې، چین او ځينو نورو هېوادونو اندېښنې پر ځای بللي او زیاته کړې یې ده که د سیمې هېوادونه لاس ورکړي نو له افغانستان څخه به هېچا ته ګواښ پېښ نه شي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر پر فعالولو او امنیت د دوی خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس