معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ښځو د حقونو په اړه د ا.ا نوی فرمان؛ وېسټ یې هرکلی کړی

د ښځو د حقونو په اړه د ا.ا نوی فرمان؛ وېسټ یې هرکلی کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ښځو د حقونو په اړه د اسلامي امارت د مشر ملا هېبت الله اخوندزاده د فرمان هرکلی کړی.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) امریکايي استازي توماس وېسټ پر خپل ټویټر د فرمان د هغې برخې یادونه کړې چې د واده په اړه د ښځې رضایت په کې تامین شوی او دا حق ورکول شوی چې د ژوند ملګری وټاکي.
وېسټ زیاته کړې چې په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا شته او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ښوونځیو، کارځای، سیاست او رسنیو په ګډون د ټولنې نورو برخو کې هم د ښځو حقونو ته پام وشي.
ملاهېبت الله اخوندزاده پرون جمعه د ښځو او نجونو د یو شمېر حقونو په اړه فرمان ورکړ.
د دغه شپږ ماده ییز فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجلۍ رضا اړینه ده.
په یوه بله ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او باید په بدو کې ورنه کړل شي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې ګڼ شمېر نجونې او ښځې له تعلیم او کاره بې برخې شوي دي.
اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې، د وخت په تېریدو به دا حقونه هم تامین شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس