معماری
خانه / اعلامیه / د ښاغلی شفيق الله ممله ‌وال مړینه

د ښاغلی شفيق الله ممله ‌وال مړینه

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ننګرهار ولایت مشهور او پخوانی ژورنالیست او د هېواد په ختیځ زون کې د افغان ژورنالیستانو شورا مشر ښاغلی شفيق الله ممله ‌وال د ورپېښې ناروغۍ له امله د حق داعي ته لبیک ووایه.
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم ممله وال د خپل مسلکي او علمي ژوند په ترڅ کې تل هڅه کړې چې حقایق خلکو ته ورسوي او د ژوند په هر ډګر کې د خپل ولس او خپل هېواد په خدمت کې اوسي.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی او غړي پداسې حال کې چې د ښاغلي ممله وال مړینه د هېواد د رسنیو او رسنیزو فعالانو په منځ کې یوه لویه ضایعه ګڼي، هغه ته له الله نه جنت الفردوس او پاتې کورنۍ او لارویانو ته یې د زړه صبر او اجر غواړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس