معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونېسف وایي، روان کال ۱۸۰ زره افغانان د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي

یونېسف وایي، روان کال ۱۸۰ زره افغانان د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۹مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۸۰ زره افغانان د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي، چې سم نیمايي ماشومان دي.

دې ادارې په یو راپور کې ویلي، افغانستان د طبیعي پېښو لکه، د سېلابونو، زلزلو، د ځمکې ښویېدنې او وچکالۍ سره مخ دی، چې لوی لامل يې د غرنیو سیمو او چاپېریال خرابوالی دی.

په راپور کې راغلي، ۲۰۲۴ کال کې د اقلیمي بدلون له امله ښايي په اوړي کې بې وخته سېلابونه وبهیږي، چې ورسره به کرنیزې ځمکې او زېربناويې زیانمنې او د داخلي بې ځایو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو ډېر متاثره شوی.

یونسیف یو ځل بیا ویلي، په افغانستان کې څه باندې۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې څه باندې ۱۲ میلیونه يې ماشومان دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس