معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / په ماشومانو کې خوار ځواکي، د افغان جګړې یو بل ناوړه سوغات!

په ماشومانو کې خوار ځواکي، د افغان جګړې یو بل ناوړه سوغات!

پدې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیو ایف پي” په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران او پراخې بې روزګارۍ سره یوځای په ټول هېواد کې د خوار ځواکه ماشومانو شمېر ډېر شوی دی خو دغه سازمان پدې تړاو کره شمېرې ندي وړاندې کړې.

د رسنیزو راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله اېکس(پخواني ټویټر) پاڼه د تعذیې د یوې متخصصې مېرمنې وېډیو هم خپره کړې چې نوموړې پکې وايي ډېری کورنۍ چې دوی ته د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ له امله مراجعه کوي له اقتصادي پلوه کمزوري وي او د دغه متخصصې په وینا له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور را ایستلو له دغه وروستۍ لړۍ سره دلته د خوار ځواکه ماشومانو شمېر لا نور هم ډېر شوی دی.

پدې کې شک نشته چې په افغانستان کې د پرله پسې څو لسیزو جګړو، ستونزو او ناخوالو په ترڅ کې د دغه هېواد څو نسله په هر اړخیز ډول اغېزمن شوي دي، پدې ترڅ کې کډوالۍ او له خپل کور او کلي څخه مهاجرت ته د اړکېدو له امله په میلیونونو افغانان نه یوازې د خوړو له اړخه، بلکې له هر اړخه ځپلي او ستونزې او غمېزې یې ورته زیاتې کړې دي.

د افغان ماشومانو او لویانو دغه ستونزې که پرون پر دغه خاوره او دغه ولس د تپل شوې پردۍ جګړې له امله وې، نن دلته د نسبي امن او کرارۍ تر راتلو وروسته، له ګاوڼدیو هېوادو د خوارو او بې وزلو افغان کډوالو د اجباري را ایستلو او یو ځل بیا له خپلو جوړو کړو جونګړو په زور او جبر د را ایستلو له امله زیاتې شوې دي.

بل خوا د ملګرو ملتو سازمان اړوند د ” ډبلیو، ایف،پي” ادارې دغه خبرداری پداسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي هېواد کې د خوارځواکه ماشومانو او میندو د درملنې کلک هوډ لري او په دې لړ کې یې په تېرو دوه نیمو کلونو کې په ټول هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې ۲۲۰۰ نوي مرکزونه جوړ کړي دي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت ویاند پدې تړاو رسنیو ته څرګنده کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې هم د منځنۍ کچې یو اعشاریه پنځو میلیونو ماشومانو او د یو میلیون تنو په شاخوا کې خوارځواکه مېرمنو ته خدمات وړاندې کړي دي.

د دغه ویاند په وینا، په افغانستان کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې پرله پسې جګړې، کډوالۍ او اقتصادي فقر د دې لامل شوی چې په دغه هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر زیات شي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند له خوا دغه وړاندې شوې شمېرې او په هېواد کې د خوار ځواکۍ لاملونه هغه ترخه حقایق دي چې زمونږ بدمرغه او جګړه ځپلې ټولنه نن ورسره لاس او ګرېوان ده.

خو د دې شمېرو تر شا یو بل تریخ حقیقت هم پروت دی او هغه دا چې نه یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په هر بل فقیر هېواد کې چې د پردیو تپل شوې جګړې حاکمې وي او د ملک د تورو او سپینو واګې د نا اهله او مزدورو وګړو په لاس کې وي، د هغوی حالت به همداسې وي او هلته به فقر او غربت پر ولسونو راج چلوي.

دا یوازې افغانستان هم ندی چې نن یې ماشومان له خوارځواکۍ او د کافي خوړو د نه رسېدو له امله ځورېږي، بلکې په نړۍ کې ګڼ ملکونه په تېره بیا اسلامي هېوادونه داسې شته چې که څه هم په خپل هېواد کې به یې تر ځمکې لاندې سرمایې او شتمنۍ خوندي وي، خو په ظاهره او د ځمکې پر مخ به یې ښځې او ماشومان له خوار ځواکۍ او د کافي غذایي موادو د نه رسېدو له امله ځورېږي او د ژوند او مرګ ترمینځ به شپې سبا کوي.

د دې دومره غمېزو تر څنګ دا هم باید هېر نه کړو چې که نن دلته زمونږ په جګړه ځپلي هېواد کې ګڼ ماشومان او د هغوی میندې له خوارځواکۍ ځورېږي او آن له ډول ډول وژونکو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي، د نورو ګڼو لاملونو تر څنګ یې یو لامل دلته د نړیوالو مؤسسو او سازمانونو د مرستو ناسمه وېشه او غیر عادلانه وېش هم دی چې په اړه یې وخت نا وخت په تفصیل لیکنه شوې ده او عملي بېلګې یې په ډاګه شوې دي.

په افغان میندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ دا خپاره شوي راپورونه او له دوی سره د نړیوالو سازمانونو د مرستو خبرونه باید افغانان پدې ښه پوه کړي چې که دوی خپله د خپلو هېواد والو لاسنیوي ته مټې رابډ نه وهي او تر هغې هم مهمه په هېواد کې د تېرې تپل شوې جګړې آثار د کاري فرصتونو د زیاتولو او د خپلو خلکو د په کار ګومارلو له لارې لرې نه کړي، د نړیوالو سازمانونو دغه شمېرې به نورې هم زیاتې او ستونزې او ناخوالې به هم ورسره ډېرې شي او بس. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس