معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / له افغانستان تر فلسطینه رنځور اسلامي امت او د اسلامي همکاریو سازمان!!

له افغانستان تر فلسطینه رنځور اسلامي امت او د اسلامي همکاریو سازمان!!

د اسلامي همکارۍ نړیوال سازمان پنځلسمه سرمشریزه غونډه چې د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه جوړه شوې وه، د فلسطین او اسلامي نړۍ د ځينو نورو هېوادونو د بد وضعیت په اړه له هر اړخیزو خبرو اترو وروسته د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېده.

دغه ناسته د لوېدیځې افریقا د “ګامبیا” په مرکز “بانجول” کې جوړه شوې وه چې د اسلامي امت او اسلامي نړۍ ځينو مشرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو ډېپلوماټانو پکې ګډون کړی و.

د رسنیزو راپورونو په اساس په یاده ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو د برخې مشر عبدالقهار بلخي ګډون درلود او د غونډې د پای په اعلامیه کې له اوسني افغان حکومت څخه غوښتل شوي دي ترڅو د نجونو او ښځو د پوهنې او کار د حقونو په ګډون د افغانانو ټول بشري حقونه پر ځای کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان دغه سرمشریزې په افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت پر اړتیا هم ټینګار کړی، چې د اعلامیې تر مخه پدې کار سره به پدغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ډاډ ترلاسه شي.

د رسنیزو راپورونو له مخې یاد سازمان سرمنشي دغه غونډې ته د وینا پر مهال له افغانستان سره د اسلامي هېوادو پر همکارۍ هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې له دغه هېواد سره د بشري مرستو تر څنګ له خلكو سره د اړیکو له لارې غواړي تعامل وکړي او له غړیو هېوادو یې وغوښتل تر څو د اسلامي هېوادونو سازمان لخوا د افغانستان لپاره د بشري مرستو لپاره له ځانګړي جوړ شوي صندوق سره صادقانه همکاري وکړي.

د افغانستان او نورو اسلامي ملکونو تر څنګ د اسلامي همکاریو سازمان په دغه سرمشریزه ناسته کې د فلسطین پر اوسني وضعیت هم خبرې وشوې او د دغه نړیوال سازمان غړیو هېوادونو پر فلسطین او فلسطینیانو د اسرائیلو تېری غندلی او تر څنګ یې دا غږ هم پورته کړی د فلسطین د خپلواکۍ پېژندلو لپاره په ملګرو ملتونو سازمان کې د خپلواکه فلسطین په اړه غږ بدرګه کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان یو نا دولتي سازمان دی چې په څلورو لویو وچو کې یې ۵۷ هېوادونه غړیتوب لري او په نړیواله کچه د نړۍ د اسلامي هېوادونو د ګټو د خوندیتوب او د اسلامي امت پر دردونو د مرهم اېښودلو په موخه جوړ شوی دی. دغه سازمان په ۱۹۶۹ زېږدیز کال کې د صهیونیستانو له خوا په بیت المقدس کې د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې( مسجد الاقصی) ته د اور اچونې د شوم پلان څخه وروسته تأسیس شو خو نن د دې سازمان له جوړښت څخه د کلونو کلونو تر تېرېدو وروسته، نه د دغه سازمان هغه رعب او دبدبه پاتې ده او نه هم د غړیو تر مینځ هغه همکاري او همغږي چې د دې سازمان د جوړښت پر وخت له مسلمانانو سره وه.

که لیرې ولاړ نشو او یوازې د دې سازمان د جوړښت پر وخت د هغه اصلي موخو، اهدافو او غوښتنو ته ځېر شو په ډاګه ښکاري چې دغه سازمان او په ټوله کې د دې سازمان غړي هېوادونه متأسفانه نه هغه موخو ته ژمن پاتې دي چې د تأسیس پر وخت یې درلودې او نه پر هغو کړنلارو عمل کوي چې د تأسیس پر وخت د دغه سازمان لپاره ټاکل شوې وې.

همدا لامل دی چې نن د نړۍ اکثره اسلامي هېوادونه د دې پر ځای چې په نړۍ کې د خوارو او ځپل شویو اسلامي هېوادونو تر څنګ ودرېږي او په نړۍ کې د مظلومو مسلمانانو دفاع وکړي، تر ډېره د خپلو شخصي اهدافو لپاره د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو د ټکولو لپاره له لویدیځوال غلیم سره همکاري کوي.

متأسفانه دا یو تریخ واقعیت دی چې نن د نړۍ په کچه لوی او ځواکمن اسلامي او عربي هېوادونه د نړۍ د لوی غلیم امریکا په اشارو څرخېږي او هغه د چا خبره د هغوی ډول ته ګډېږي، که داسې نه وای نن به خوار او مظلوم فلسطینیان پدې حال نه وو او نن به د مسلمانانو لومړۍ قبله د صهیونیستي غلیم په منګولو کې نه وای اسیره او نن به تر یو نیم میلیارد تنو زیات مسلمانان په ګرده نړۍ کې دومره خوار او له پرهرونو ډک نه وای.

د لوېدیځې افریقا په “ګامبیا” هېواد کې جوړې شوې د اسلامي امت او اسلامي هېوادونو د څو مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو دغه وروستۍ دوه ورځنۍ ناستې هم د تېر په شان د کاغذ پر مخ ښې پرېکړې کړي او په ظاهره یې د اسلامي امت د سترې غمېزې (فلسطین) په اړه هم ښې خبرې کړې، خو پوښتنه دا ده چې د نړیوال استکبار تر نېغ تر نېغه ملاتړ لاندې به صهیونیستي غلیم دغه ډول پرېکړو یا دا راز خبروته غاړه کېږدي؟

د اوسني عصر حالاتو ته په کتو سره متأسفانه دا ځواب منفي دی او داسې نه ښکاري چې له یو بل سره په سیاسي او پوځي رقابت کې ښکیل اسلامي هېوادونه به چې د خپل مسلمان ورور د ټکولو لپاره د لویدیځو استعمارګرو غېږې ته پناه وړي، وکولای شي د لویدیځوال غلیم ښکر ورمات کړای شي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس