معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله سل تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله سل تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، هېواد کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله ۶۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶ تنه نور په کې ژوبل شوي دي.

یاد وزارت ویلي، د سېلابونو له کبله زیانمنو شویو کورنیو او خلکو ته د رسېدنې په موخه یې د ملګرو ملتونو بنسټونو او نورو مؤسساتو سره بېړنۍ ناسته کړې او د مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د مسؤولینو په وینا د وروستیو سېلابونو په پایله کې ۱۲۳۵ کورونه په بشپړ ډول تخریب شوي، چې له کبله یې زیانمنې شوې کورنۍ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د مرستندویه مؤسسو او بنسټونو استازو له زیانمنو کورنیو سره د نغدي، خوراکي، غیرخوراکی او روغتیایي مرستو ډاډ ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس