معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نن ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه خپله دوره یي څېړنه پېلوي

نن ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو شورا د افغانستان په اړه خپله دوره یي څېړنه پېلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو شورا نن د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د بشري حقونو د وضعیت دوره يي څېړنه پیلوي.

د خبر پر بنسټ په دې ملي راپور کې راغلي چې طـ.ـالبانو د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او زیانګالو خلکو د بشري حقونو د محدودولو لپاره څه باندې ۲۰۰ فرمانونه، حکمونه او لارښوونې اعلان کړي.

د بشري حقونو د شورا پر وېب پاڼې د دغه راپور یوه لومړنۍ او له وړاندې ثبت شوې بڼه خپره شوې، چې د افغانستان استازولۍ ورسپارلې.

تمه ده د بشري حقونو شورا کې پر یاد شوي راپور سربېره دوه نور راپورونه هم وړاندې شي چې یو یې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو ارزونې او بل یې د بشري حقونو د فعالانو نظریات دي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس