معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / طبیعي آفتونه چې لا مو هم ولس آرام ژوند ته، نه پرېږدي!

طبیعي آفتونه چې لا مو هم ولس آرام ژوند ته، نه پرېږدي!

په تېرو څو ورځو کې د باد او باران تېزې لړۍ د هېواد په اکثره ولایتونو کې خلک پرېشانه کړي او آن په ځینو سیمو کې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سبب هم شوی دی.

د وروستیو رسنیزو راپورونو له مخې د روان لمریز کال د ثور د میاشتې په نهمه نېټه د هېواد د مرکزي سیمې په څو ولایتونو کې د واورې اورښت خلکو ته یو لړ مالي زیانونه اړولي او د روان پسرلي په موسم کې د یخ څپې د دغو سیمو باغداران او بزګران د میوو او کښتونو د یخ وهنې په څېر له ستونزو او آفتونو سره مخ کړي دي.

د هېواد په څو ولایتونو کې د بې وخته واورې تر دغه اورښت وړاندې مونږ شاهدان وو چې پرله پسې بارانونو او ورسره په ځینو سیمو کې سیلابونو او په ویالو او سیندونو کې د اوبو ډېرښت هم خلکو ته ستونزې زېږولې وې او آن په یو شمېر ولایتونو کې یې ولسي وګړو ته د سر او مال زیان هم اړولی ؤ.

که څه هم له یوه اړخه دا نوې خبره نده، په افغانستان غوندې هېواد کې د سیندونو د اوبو زیاتېدل او مسلسل اورښتونه هر کال وګړو ته د سر او مال تاوان اړوي او د خلکو کښت او زراعت ورسره زیانمنېږي، خو د لمریز کال د دوهمې میاشتې په مینځ کې پلازمینې ته په نژدې سیمو کې د واوورې اورېدل، په طبیعي توګه نادره پېښه ګڼل کېږي او پدې تړاو د بزګرو او باغدارانو خواریو او هلوځلو ته په کتو سره د اندېښنې وړ ګڼل کېدای شي.

د دې تر څنګ دا خبره هم په خپل ځای د اندېښنې وړ ده چې ولس او هېواد مو دا څو کاله پرله پسې د دغسې طبیعي پېښو څخه زیانمن کېږي او پر انساني تلفاتو سربېره یا د هغوی کورونه او هستوګنځي سیلاب ونړوي یا یې هم کښت او زراعت ته چې په اکثره سیمو کې د هغوی د یوه کال د عاید یوازینۍ سرچینه ده، د سیند په اوبو لاهو شي، د دوی د یوه کال د خوارۍ او زحمت ثمره د سیلاب خړې اوبه ورسره یوسي او دوی د کال په آخر کې تش لاس پرېږدي.

پر دې ټولو سربېره سږ کال د هېواد په سړو سیمو کې د باغونو او کرکیلي په دغه موسم کې د معمول خلاف د واورې اوریدلو او د یخنۍ د څپې را کوزیدلو هم زمونږ بزګر او باغداران پرېشانه کړل او داسې ښکاري چې سږکال به خلک ونشي کولای د خپلو هڅو او زحمت نتیجه، هسې ترلاسه کړي لکه څه ډول یې چې انتظار درلود.

که څه هم دا ډول یا دې ته ورته نورې پېښې د نړۍ په اکثره هېوادونو کې په بېلا بېلو ډولونو رامنځ ته کیږي، چېرته وچکالي راشي، چېرته سیلابونه او په یوه بل ځای کې بیا زلزلې او نورې طبیعي پېښې خلکو ته د سر او مال زیان واړوي، خو دې ته په کتو سره چې د افغانستان وګړي په عمومي توګه د یوه کمزوري اقتصاد خاوندان دي او د ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې د اکثره وګړو د یوه کال د خوارۍ او زیار نتیجه او د هغوی د یوه کال د کور خرڅ او عاید همدغه کرهنیز محصولات جوړوي، ګرانه ده چې تر بل کال پورې او د کښت او زراعت تر بل موسم پورې دې وکولای شي دا اوږده موده له صبر او زغم سره په آرامۍ تېر کړي.

بل اړخ ته دا هم د پاملرنې وړ ده چې په هېواد کې متأسفانه پرله پسې جګړو او نا آرامیو د هېوادوالو د ټولنیز ژوند نورو اړخونو ته د زیان رسولو تر څنګ، د هغوی کمزوری اقتصاد او زراعت هم اغېزمن کړی او د بېکارۍ او وزګارتیا آفت هم افغانان په بې رحمۍ سره ځپلي دي چې د دې ډول طبیعي پېښو رامینځ ته کېدل هغوی نور هم اغېزمن کوي او پر روح او روان یې بده اغېزه پرېږدي.

دې ټولو ته په کتو اوس په کار ده چې که په هېواد کې د دې ډول طبیعي پېښو او سماوي آفتونو مخه نشي نیول کېدای او بزګر او باغدار هېواد وال مو یې له منګولو نشو ژغورلای، پدې اړه فکر او سوچ وکړو چې د خپلو وګړو کمزوری اقتصاد له کومو بدیلو لارو تقویه کړو او څه ډول وکولای شو هغوی ته د دا ډول پېښو د رامینځ ته کېدو پر وخت له غوره او متبادلو لارو د کار اخیستنې لارښوونه وکړو تر څو یوې خواته هغه بزګر او باغدار هېوادوال چې د ټول کال د خوارۍ پایله یې په اوبو لاهو شوې له اقتصادي اړخه د ژوند تېرولو جوګه شي او له بل اړخ نه مو په ټولنه کې د سوالګرۍ او خیر ټولونې هغه ناوړه فرهنګ له مینځه ولاړ شي چې متأسفانه د تېرو څو لسیزو پرله پسې جګړو او ورانیو دلته رواج کړی دی. که دا ونکړو یقیني خبره ده چې په هېواد کې به مو هم فقر او غربت او هم د سوالګرۍ دغه ناوړه دود، ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او ټولنیزې ستونزې به مو د هوارۍ پر ځای ډېرېږي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس