معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هرات نورالجهاد سب‌ سټېشن د چارو په ژر بشپړېدو خبرې شوي

د هرات نورالجهاد سب‌ سټېشن د چارو په ژر بشپړېدو خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د دې شرکت مسوولینو د ترکمنستاني پلاوي سره په ګډه غونډه کې د هرات نورالجهاد سب‌ سټېشن د پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو او پرانیستلو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د برېښنا شرکت عملیاتي رییس ویلي، د نورالجهاد سب‌ سټېشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې، چې د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي مسایلو تر حل وروسته دغه سب‌ سټېشن فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژې په پرانیستلو سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا کچه لوړه او زرګونه نوي پېرودونکي به له برېښنا څخه برخمن شي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس