معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې کرنې ریاست د وروستیو سېلابونو له امله د خپل ریاست اړوندو زیانونو اړوند معلومات شریک کړل

ننګرهار کې کرنې ریاست د وروستیو سېلابونو له امله د خپل ریاست اړوندو زیانونو اړوند معلومات شریک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ویلي، چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د نوموړي په خبره دغه ولایت کې ۱۶ زره ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه د غنمو، سبو او هندوانو فصلونه د سېلابونو او بارانونو له امله لمنځه تللي دي.

د ده په خبره ۵۰۷ اصله مېوه لرونکي، ۲۰۸۵ اصله بې مېوې ونې، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او ۱۳ زره ۵۲۴ متره کانالونه تخریب شوي دي.

د کرنې ریاست ویاند زیاته کړې، چې په ننګرهار کې۳۰ پایې د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۱ سوه ۳۴ سره غواګانې، وزې او پسونه هم د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله تلف شوي دي.

نوموړي ویلي، د ننګرهار کرنې ریاست له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې د سېلابونو له امله دغو زیانمن شویو خلکو لاسنیوي برخه کې بېړني اقدامات ترسره کړي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس