معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / ترکیې سفارت وایي، افغانستان کې ۱،۲ میلیونه کسان د غالیو په تولید بوخت دي

ترکیې سفارت وایي، افغانستان کې ۱،۲ میلیونه کسان د غالیو په تولید بوخت دي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ترکیې سفارت د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ۱،۲ میلیونه کسان د غالیو په تولید بوخت دي.
دغه راز د یاد سفارت استازو د غالیو اوبدونکو او صادرونکو د اتحادیې له استازو سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې له کرنې وروسته د غالیو د تولید په سکټور کې تر ټولو زیات کاري فرصتونه برابر شوي دي.
یاد سفارت زیاته کړې ده، چې ۹۵ سلنه د غالیو محصولات بهر ته صادر شوي دي.
په افغانستان کې د غالیو کاروبار له لسیزو راهيسې د افغانانو لپاره تر ټولو ښه عاید لرونکی کسب دی.
که څه هم د افغانستان غالۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ډېر خوښوونکي لري، خو د دغه صنعت کاروباریان بیا د صادراتو په برخه کې له جدي ننګونو سرټکوي او وایي، چې د افغانستان غالۍ د پاکستان په نوم بهرنيو هېوادونو ته صادریږي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس