معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

نن د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې نن سې شنبه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان مرکزي بانک د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو، چې پر شرایطو برابر وي غوښتي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

 مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

دغه اندازه ډالر هره اونۍ یو یا دوه ځل د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه لیلام ته وړاندې کیږي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس