معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د دوو سترو ټولګټو پروژو چارې ګړندۍ شوي

کندهار کې د دوو سترو ټولګټو پروژو چارې ګړندۍ شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه ولایت کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سترو ټولګټو پروژو چارې ګړندۍ شوې دي.
دغه ولایت کې د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین بولدک بازار له مرکزي څلور لارې څخه د وېش بازار تر پایه د سړک د دواړو غاړو د جوړولو او د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
بل لور ته د هېواد جنوب لوېديځه حوزه کې د ملګرو ملتونو اړوند د پرمختیايي پروژو مسوول جيسن هانډينا د کندهار مرستیال والي سره په کتنه کې د کندهار په خاکرېز، تخته‌ پُل، غورک او سپين بولدک ولسوالیو کې د یوه ـ یوه چېکډېم د جوړولو ژمنه هم کړې ده.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس