معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیډ پرایس وايي د کنګل افغان پانګې پر ازادېدو او د لګښت پر لارو چارو غور کوي

نیډ پرایس وايي د کنګل افغان پانګې پر ازادېدو او د لګښت پر لارو چارو غور کوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمري/اسد ۲۵مه او د اګسټ میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالتونه په پام کې نه ‌لري چې د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره پانګه ازاده او د ا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته وسپاري.
خو هغه لارې چارې لټوي چې له دغو پیسو د افغانستان خلک نېغ په نېغه ګټه پورته کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په واشنګټن کې په یوه خبري ناسته کې ویلي، اوس وخت کې فکر نه کوو چې په لنډ مهال کې د افغانستان بانک پانګه زیاته شي.
د تېر کال د اګست له میاشتې چې ا.ا پر افغانستان بیا واکمن شوی، د افغانستان بانک شاوخوا اوه ملیارد ډالره پانګه د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.
د دغې شتمني نیمایي یعنې درې نیم ملیارد ډالره یې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په امر، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو حقوقي دعواوو ته ځانګړې شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس