معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسراییلو پوځ تېره شپه د غزې په رفح سیمه باندې بریدونه پيل کړل

د اسراییلو پوځ تېره شپه د غزې په رفح سیمه باندې بریدونه پيل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې اسراییلي اشغالګرو په رفح سیمه باندې تېره شپه خپل بریدونه پیل کړل.

دا بریدونه وروسته له هغه کیږي، چې د اسراییلو کابینې پر رفح باندې د پوځي عملیاتو اجازه ورکړه.

تر دې بریدونو وړاندې حـ.ـماس ډلې اعلان وکړ، چې د غزې په جګړه کې د اوربند لپاره یې د مصر او قطر لخوا وړاندیز شوې طرحه منلې ده.

حمـ.ـاس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر اسـ.ـماعیل هـ.ـنیه د قطر له لومړي وزیر او د مصر د امنیت له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د دغه پلان د منلو اعلان وکړ.

اسراییلي چارواکو په رفح تر بریدونو وړاندې هم ویلي وو، چې حـ.ـماس د مصر لخوا د اوربند د وړاندیز تعدیل شوې طرحه منلې چې دوی ته د منلو نه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس