معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له نړیوالو غوښتي، چې بشري مرستې دې له سیاستونو سره نه تړي

افغان حکومت له نړیوالو غوښتي، چې بشري مرستې دې له سیاستونو سره نه تړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف ګډ لوړپوړي پلاوي سره د کتنې پرمهال افغانستان کې د پولیو ضد د هڅو ترڅنګ د افغانستان او سیمې ترمنځ د روغتیا په اړه خبرې کړي.

نوموړي له پاکستان سره د روغتیا ډیالوګ په برخه کې ګډ کار ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې روغتیا، زده کړې، اقتصاد او بشري مرستو مسایل دې سیاست سره نه تړل کیږي.

سرپرست وزیر زیاته کړې، د پولیو پر ضد مبارزه د سرپرست حکومت لومړیتوب ده.

د ده په خبره، د پولیو مسأله په بشپړ ډول بشري ده او له سیاست سره دې تړاو نه ورکول کیږي.

نوموړي ټینګارکړی، چې ملګري ملتونه باید د روغتیا نړیوال سازمان کې د افغانستان استازی ومني، څو مرسته وکړي چې نړیوال د افغانستان د روغتیا په برخه کې رښتینی انځور ترلاسه کړي.

په دې کتنه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې ډاکټرې حنان بلخي ویلي، پر داسې یوې طرحې کار کوي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس