معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې د لېوانو بچیو د قاچاق مخه نیول شوې

پکتیکا کې د لېوانو بچیو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت ځایي مسوولینو ویلي، چې په وزاریخوا ولسوالۍ کې د لېوانو هغه بچیان یې نیولي، چې بهر ته د قاچاق په ډول لېږدول کېدل.

د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویلي، دغه دوه د لېوانو بچي د امنیې قوماندانۍ د منسوبینو لخوا د کشفي معلوماتو پر اساس نیول شوي او وروسته د چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په مختلفو سیمو کې مسوولینو هغه مرغان او حیوانات چې بهر ته د قاچاق په موخه لېږدول کېدل، نیولي او بیا یې د چاپېریال ساتنې ریاست د مسوولینو سره په همغږۍ آزاد کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس