معماری
خانه / ګهیځ / د فوټسال لوبډلې په نړیواله درجه بندۍ کې ۳۰م ځای خپل کړی

د فوټسال لوبډلې په نړیواله درجه بندۍ کې ۳۰م ځای خپل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د فوټسال لوبډلې د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا په نوې اعلان شوې نړیواله درجه بندۍ کې۳۰م ځای خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یو کال وړاندې په ۱۰۰م ځای کې و.

افغانستان وروسته له هغه دا پرمختګ تر لاسه کړ چې د آسیا د فوټسال په اتلولۍ سیالیو کې یې عراق، قرغزستان او بحرین مات کړل، له کوېټ سره مساوي شو او له ایران او تاجکستان څخه یې ماته وخوړه.

افغانستان د آسیا په اتلولۍ سیالیو کې چې د اپرېل په ۲۸مه په تایلند کې پای ته ورسېدې، د اسیا د لوبډلو تر منځ پنځم مقام خپل کړ او وتوانېد د فوټسال نړیوال جام ته هم لار پیدا کړي.

د یادولو وړ ده، چې د نړۍ په کچه د فوټسال په درجه بندۍ کې په لومړي مقام د برازیل، دوهم د پرتګال، درېیم د هسپانیې او څلورم بیا د ایران دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس