معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، غزه کې د روانې جګړې په درولو پاتې راغلي

ملګري ملتونه وایي، غزه کې د روانې جګړې په درولو پاتې راغلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۶ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش مصر ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، دغه سازمان په غزې کې د جګړې د درولو توان نه لري.

ګوترش په مصر کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې ویلي، هغه څوک چې د دغې جګړې د درولو توان لري، باید په دې برخه خپلې هڅې چټکي کړي.

نوموړی چې مصر ته تللی، یو ځل بیا یې د ټولو بندیانو په خلاصون او د خپلواک فلسطین دولت په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

وړمه ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین او روسیې استازیو په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، چې په ریاکارانه ډول یې په کې د اوربند غوښتنه کړې وه او د اوکتوبر په ۷مه یې په اسراییلو د حماس بریدونه غندلي وو.

په غزه کې د اسراییلو له لوري په روانو ړندو بمباریو کې تر دې مهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۲ زره زیات بې دفاع ولسي وګړي شهیدان شوي او تر ۷۳ زرو نور زیات ټپیان دي، چې له امله یې شدیده لوږه هم رامنځته شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس