معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / روسیې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتووالی ښودلی

روسیې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتووالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د روسیې سفیر ویلي، روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده. نوموړي زیاته کړه، چې د سرپرست حکومت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د روسیې سفیر دغه راز د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.

د ده په خبره د سرپرست حکومت او روسیې همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.

په دې لیدنه کې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس