معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان په لومړي ځل عراق ته طبي سیروم صادر کړل

افغانستان په لومړي ځل عراق ته طبي سیروم صادر کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ملي شفاء فارماسيټيکل د سیروم جوړولو کارخونې د لومړي ځل لپاره د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت، يو ميليون ۸۰۰ زره بوتله سيروم عراق ته صادر کړل.

د یادونې وړ ده چې د «ملي شفاء فارماسيټيکل» د سیروم جوړولو فابریکه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره خپل تولیدي فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د دغې کارخونې د پانګونې کچه ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته لوړه شي.

د مسوولینو په وینا دغه کارخونه په کال کې د ۴۳ ميليونه ۲۰۰ زره بوتله سيروم او ۷۰ ميليونه سرنج(پيچکارۍ) د توليد وړتيا لري او همدا رنګه ۳۵۰ حرفوي فارمسستان، کيمياپوهان، مایکرو بيولوژيستان، انجنیران او ماهر کارکوونکي په کې په کار بوخت دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس