معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د اینجې طبي بوټي ترویج پیل شوی

ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د اینجې طبي بوټي ترویج پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د اینجې طبي بوټي کر او ترویجول پیل شوي دي.

د خبر پر بنسټ اوس مهال د ننګرهار په بهسود، سره رود، ګوشتې، حصارک، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې پر څه باندې ۴۷ جریبه ځمکه باندې اینجه کرل شوې ده.

اینجه طبي بوټی دی، چې د درملو په ډېرو ډولونو کې ترې ګټه پورته کیږي.

د کروندګرو په وینا اوسنیو بازارونو کې د یو کیلو اینجې بیه د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو افغانیو پورې خرڅیږي.

دغه بوټی په یو جریب ځمکه باندې ۸ زره قلمه کېنول کیږي، چې په دریو کلونو کې له یو جریب ځمکې څخه د ۱۵۰ څخه تر ۲ سوه کیلو پورې حاصلات په لاس راځي.

دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، هڅه کوي چې د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا لپاره خپلو کروندګرو ته وخت په وخت داسې فصلونه او کروندې ور وپېژني، چې له یوې خوا کر او استعمال يې ممنوع نه وي او له بل پلوه د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې موثر تمام شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس