معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بل‌ګټس بنسټ د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

د بل‌ګټس بنسټ د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې حنان حسن بلخي ویلي، چې د بل‌ ګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي پرون د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه د دغو مرستو یادونه کړې ده.

 ډاکترې حنان همداراز افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو یادونه کړې، چې ګټس بنسټ او ځینې نور تمویلونکي یې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ته ورکوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس