معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / سیمه او نړۍ د ترهګرۍ او تاوتریخوالي په شومو منګولو کې!

سیمه او نړۍ د ترهګرۍ او تاوتریخوالي په شومو منګولو کې!

پداسې حال کې چې له اوږدو کلونو راپدېخواه د آسیا لویه وچه او زمونږ اړوند سیمه د تاوتریخوالي او جګړو یوې شومې لړۍ په سر اخیستي په وروستیو کې د روسیې او اوکراین جګړې یوې خواته او د سیمې په ګڼو نورو هېوادو کې ترهګریزو بریدونو بل خواته، دلته د خلکو د اوسېدو لپاره زمینه ورځ تر بلې تنګه کړې ده او د امریکا تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې چې پر خوارو او مظلومو فلسطینیانو د اسراییلو د عامه وژنې کومه وحشیانه لړۍ خوره شوې، دغه بد مرغي یې لا نوره هم زیاته کړې ده.

تېره جمعه د روسیې په پلازمینه مسکو کې د موسیقۍ پر یوه محفل وسله وال برید کم تر کمه ۱۴۰ تنه ووژل او په سل ګونه نور یې هم ټپیان کړل او په سیمه کې یې د ویرې او ترهرې یوه درنه فضا خوره کړه، د مسکو دا پېښه چې د داعش په نامه وسله والې ډلې یې پړه پر غاړه واخیسته د افغانستان په کندهار ولایت کې د همدې ډلې (داعش) ترځانمرګي برید سملاسي وروسته وه چې د یوه بانک پر مراجعینو وشوه او دلته یې هم درنه مرګ ژوبله پر ځای پرېښوده.

هغه څه چې د دې دواړو بریدونو تر مینځ مشترک ټکی ګڼل کېږي په دغه دواړو هېوادو (روسیه او افغانستان) کې د داعش په نامه وسله وال فعالیتونه او خونړي بریدونه دي چې نه یوازې دغه دواړه هېواده، بلکې د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه یې له خطر او ګواښ سره مخ کړي دي او په سیمه کې یې نا امنۍ او بې ثباتۍ ته زور ورکړی دی.

همدارنګه زمونږ د ګاونډ دوه نور نژدې هېوادونه؛ لکه: پاکستان او ایران چې په خپله هم د نورو هېوادو د حکومتونو پر خلاف، په تېره بیا د افغانستان لپاره د مخالفو وسله والو په روزلو او پاللو کې لوی لاس لري، د داعش په نامه له مجهولو وسله والو بریدګرو سره مخ دي او پر ځایي مخالفو وسله والو سربېره، دغه ډول بریدونه هم هره ورځ په دغه ملکو کې له ملکي وګړو قرباني اخلي او عامه تأسیسات ورانوي.

پدې کې هېڅ شک نشته چې د امریکا په ګډون ګڼ نور لویدیځوال هېوادونه او قوتونه داسې دي چې هڅه لري په خپلو رقیبو هېوادو کې وسله وال مخالفین وروزي او وپالي، دا لړۍ ډېر ځله یوازې د رقیبو او مخالفو هېوادو لپاره نېغ په نېغه هم نه وي، داسې هم کېږي چې لوی استعماري قوتونه؛ لکه: امریکا، بریتانیا او ورته هېوادونه، په سیمه کې د خپلو استعماري ګټو د ساتنې او پالنې په موخه د یوه او بل هېواد سیاسي او پوځي مخالفین د هغوی په ګاونډ کې ورته ساتي، روزي یې او پیاوړي کوي یې.

او دا هغه استعماري شومه لوبه ده چې له لسیزو لسیزو را روانه ده او که مسلمانان سره را وېښ نه شي او لویو لویدیځوالو قوتونو او پردیو هېوادونو د دې ډول استعماري لوبو په موخه ځان پوه نه کړي، یو په بل پسې به د همدې ډول لوبو ښکار ګرځي.

پدې مینځ کې نن د اسلامي نړۍ او اسلامي امت تر ټولو ستره غمېزه دا هم ده چې د پردیو یرغلګرو او د خپلو ازلي دښمنانو د توطیو او دسیسو ښکار ګرځي، د دې پرځای چې هر اسلامي هېواد د خپلو ولسونو او خپلو وګړو د خیر ښېګڼې په اړه فکر وکړي او ګرده اسلامي نړۍ او ټول اسلامي امت لکه د اسلام د مقدس دین د لومړیو پېړیو په شان په هر غم او درد کې له یو بل سره شریک شي، متأسفانه ټولو په یوه او بل پسې را اخیستې ده او پدې توګه یې د نړۍ کفارو ته زمینه برابره کړې تر څو د دوی په مینځ کې د نفاق تخم وشیندي او د دښمنۍ اور ته پکه ووهي.

مونږ ولیدل چې د روسیې حکومت د مسکو د موسیقۍ پر محفل بریدکوونکي چې ځانونه یې د داعش ډلې غړي معرفي کړي وو، د استخباراتي معلوماتو پر مټ تر پېښې ډېر ژر وروسته ونیول او محکمې ته یې وړاندې کړل، په افغانستان کې هم ولس توقع لري چې دلته د ډله ییزو بریدونو ترسره کونکي همداسې ونیول شي، نه یوازې څېرې یې خلکو ته په ډاګه شي، بلکې په راتلونکې کې د دا ډول وحشیانه بریدونو مخه هم دلته په مناسبو تدبیرونو بنده کړای شي.

کله چې متأسفانه په اسلامي نړۍ کې د حاکمې بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ له امله نشو کولای د اسلامي امت او اسلامي نړۍ تېر برم او عظمت ته ورسېږي، بیا نو شاید د حل لاره همدا وي چې د اسلامي هېوادو واکمن چارواکي د خپلو هېوادو او خپلو ولسونو د امنیت او هوساینې په موخه ځان ته تدبیر ولري او پرېنږدي ولسونه یې د پردیو استعمارګرو د شومو موخو ښکار شي.”پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس