معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د متبادلو لارو ډېرښت له پاکستان سره په وارداتي توکو کې د پام کمښت راوستی

د متبادلو لارو ډېرښت له پاکستان سره په وارداتي توکو کې د پام کمښت راوستی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲   نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر پر اساس پاکستان څخه د افغانستان لخوا په کېدونکو وارداتو کې ۸۱.۳۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د خبر پر بنسټ، د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر خان جان الکوزي ويلي، افغانستان اوس د خپل تجارت لپاره متبادلې لارې موندلي، چې له همدې امله دغه هېواد سره وارداتي اړیکو کمښت موندلی.

د خبر له مخې افغانستان څخه پاکستان ته وچې او تازه مېوې او له دې سربېره د ډبرو سکاره صادریږي، چې په دغو صادراتو کې هم په لویه پیمانه کمښت راغلی دی.

بل لور بیا پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د مرکزي بانک د مسوولینو له قوله خبر ورکړی، چې د سږني مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د تېر کال په پرتله افغانستان ته صادرات ۲.۶۵ سلنه زیات شوي دي.

د یاد بانک ویلي، د جولای او اکتوبر میاشتو په موده کې یې افغانستان ته صادرات ۱۸۰.۶۸۶ میلیونه ډالر وو، چې دا په تېر مالي کال کې ۱۷۶.۰۱۹ میلیون ډالر ریکارډ شوي وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس