معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بښنې سازمان له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو وېستل په سملاسي توګه بند کړي

د بښنې سازمان له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو وېستل په سملاسي توګه بند کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۹مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د نوي حکومت له پرېکړې اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د افغان کډوالو وېستل دې ژر تر ژره ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان د خپل راپور په یوه برخه کې لیکلي، د پاکستان د نوي حکومت پرېکړه د هغو کډوالو لپاره ګرانه تمامیږي، چې د تېرو دوو کالو پرمهال یې دغه هېواد کې پناه اخیستې.

د دغه راپور له مخې، لا هم افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو لخوا په خپلسرې توګه نیول کېږي او له ځورولو یا ربړولو وروسته له دغه هېواده شړل کېږي.

دغه سازمان ویلي، چې افغان کډوال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارو ته د تګ او هلته د ثبتولو په کار کې لا هم له ستونزو سره مخامخ دي.

د پاکستان حکومت پولیسو ته ویلي، چې د افغان کډوالو د وېستلو دوهم پړاو دې د اپریل په ۱۵ نېټه پیل کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس