معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت له افغانستانه د ۱۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت له افغانستانه د ۱۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې د هېواد په کچه ۱۴۱.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۷۸۹.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د دې ادارې د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې صادرات د تېر کال همدې میاشتې په پرتله ۳۲.۹ میلیونه ډالر کموالی لري او ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې په پرتله ۱۴۰۲ کال همدې میاشت کې د وارداتو کې هم ۹۹.۲ میلیونه ډالره په ارزښت زیاتوالی راغلی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د تېر کال په کب میاشت کې تر ټول زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي امارتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، هند او چین هېوادونو څخه شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس