معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۱ میلیونه یورو مرسته وکړه

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۱ میلیونه یورو مرسته وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۳ مه نېټه):

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې اروپايي ټولنې د افغانستان بشري مرستو له صندوق سره ۲۱ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د خبر پر بنسټ، دغې ادارې همداراز ویلي، چې د اروپايي ټولنې په دې مرستې سره به په افغانستان کې د خوړو په خوندیتوب کې ښه والی راشي او ۳ لکه افغانان به ترې برخمن شي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا آیودیس ویلي، چې اروپايي ټولنه به د افغانستان د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګویتریش تازه ویلي، چې دې سازمان په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ درې سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس