ګهیځ: اسلامي امارت د ځنګلونو د وهلو او بهر ته د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی ځواک ګماري. له افغانستان څخه بهر ته، په ځانګړې توګه پاکستان ته د ځنګلونو د قاچاق په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې دوی د ځنګلونو د ساتنې …
Read More »د طالب حکومت دوه ګونې تګلاره
لیکوال: م. ذهین دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼو برخو کې د مرموزو وژنو راپورونه پراخ شول. د پخوانیو چارواکو او طالب ضد شخصیتونو وژنې د ټولنې په منځ کې زیاتې اندېښنې او سرګردانۍ رامنځته کړې. دغه وژنې د یوې کړکېچناکې او تضاد ډکې تګلارې انعکاس دی. په داسې …
Read More »د افغانستان تاریخي بندر فعالېږي
ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ سرحدي قوماندان ملا جوره وویل ټاکل شوې چې، د کلفت بندر بېرته فعاله شي. د هغه په وينا، د دغه بندر بيا فعالېدل به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي. جوره زياته کړه، چې د دغه بندر …
Read More »امریکايي ډيپلوماټان: هېواد یې له افغانستان سره خیانت کړی
ګهیځ: په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر هوګو لارنس وایي، امریکا د افغانستان پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړ. د ده په وینا امریکايي چارواکو له افغانستان سره د کړو ژمنو په نه عملي کولو د افغانستان او افغانانو پر وړاندې خیانت کړی او دا …
Read More »اوچا: په ۳ میاشتو کې ۷ مليونه افغانانو سره مرستې شوي
ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) اوچا ویلي ملګرو ملتونو او همکارانو یې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر تر نوامبر پورې له لږ تر لږه ۷ ملیونه افغانانو سره مرستې کړي. دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون په یوه ټويټ کې کړې …
Read More »د افغانستان اوسنی وضعیت؛ ایران یې پړه پر امریکا وراچوي
ګهیځ: د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي ویلي، امریکا چې هر ځای ته تللې پرته له ستونزو او خنډونو یې هیڅ هم په میراث نه دي پرېښي. هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي مټ کنودسن سره په لیدنه کې ویلي چې …
Read More »اسلامي امارت له ترکیې په افغانستان کې پر کانونو د پانګونې غوښتنه کړې
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو د کېندنې په برخه کې د ترکیې د پانګونې غوښتنه کړې ده. ګهیځ: د کانونو او پطرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګین سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې ترکیه دې دافغانستان د کانونو …
Read More »پاسپورټ ریاست: سر له سبا په ۱۴نورو ولایتونو کې هم د وېش لړۍ پیلېږي
د هېواد په څوارلسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیلېږي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم ګل حقاني یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی د پاسپورټ ریاست د ټولو تخنیکي ستونزو د له منځه وړو په لټه کې …
Read More »اسلامي امارت د مخکیني حکومت د غړو وژنه رد کړه
د اسلامي امارت ویاند هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې د اسلامي امارت لخوا د تېر حکومت یو شمېر غړي په نښه شوي دي. ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د دوی لخوا د پرځېدلي حکومت ټولو غړو ته هیڅ ډول …
Read More »افغانستان؛ آل ثاني وايي نړیوال یې په اړه مشخصه تګلاره نه لري
قطر وايي نړیواله ټولنه تر دې دمه د افغانستان په اړه مشخصه تګلاره نه لري. ګهیڅ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۱۴مه) د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي چې په سیمه کې د ثبات لپاره په افغانستان کې ثبات مهم دی، د ده په وینا …
Read More »