معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان ځنګلونه؛ اسلامي امارت یې د ساتنې په موخه ځانګړې قطعه جوړوي

د افغانستان ځنګلونه؛ اسلامي امارت یې د ساتنې په موخه ځانګړې قطعه جوړوي

ګهیځ: اسلامي امارت د ځنګلونو د وهلو او بهر ته د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی ځواک ګماري.
له افغانستان څخه بهر ته، په ځانګړې توګه پاکستان ته د ځنګلونو د قاچاق په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې دوی د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړوي.
کورنیو چارو وزارت د یاد خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دغه وزارت په پلان کې لري چې د ځنګلونو د ښې ساتنې لپاره د (زرغونه قطعې) په چوکاټ کې ځواکونه ځای پر ځای کړي څو وکولی شي د ځنګلونو د غیر قانوني وهنې او قاچاق مخه ونیسي.
د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له کونړ ولایت څخه پاکستان ته د لرګیو د قاچاق ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له توند غبرګونونه راوپارول خو اسلامي امارت وویل چې شوې ویډیو اوسنۍ نه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس