معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا: په ۳ میاشتو کې ۷ مليونه افغانانو سره مرستې شوي

اوچا: په ۳ میاشتو کې ۷ مليونه افغانانو سره مرستې شوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) اوچا ویلي ملګرو ملتونو او همکارانو یې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر تر نوامبر پورې له لږ تر لږه ۷ ملیونه افغانانو سره مرستې کړي.
دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون په یوه ټويټ کې کړې ده.
د ټویټ پر بنسټ ملګرو ملتونو او همکارانو یې په تېرو نژدې درېيو میاشتو کې له اووه مليونو افغانانو سره د خوړو مرسته کړې، نږدې نهو لکو افغانانو ته‌ يې روغتیايي مرستې رسولي او نږدې یو لک او ۸۰ زره هغو ماشومانو ته، چې خوارځواکۍ ځپلي دي، خواړه رسولي.
سربېره پر دې ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې لا هم ۲۴ مليونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا د افغانستان څانګې مشرې ایسابیلا موسار ویلي چې ۲۴ ملیونه افغانان دمګړۍ خوړو، روغتیايي مرستو، ژمني توکو او نغدو پيسو ته سخته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس