معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکايي ډيپلوماټان: هېواد یې له افغانستان سره خیانت کړی

امریکايي ډيپلوماټان: هېواد یې له افغانستان سره خیانت کړی

ګهیځ: په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر هوګو لارنس وایي، امریکا د افغانستان پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړ.
د ده په وینا امریکايي چارواکو له افغانستان سره د کړو ژمنو په نه عملي کولو د افغانستان او افغانانو پر وړاندې خیانت کړی او دا د نه بخښلو وړ چاره ده.
لارنس زیاتوي، د افغانستان په اړه د ټرمپ بې پروا پرېکړې او د بايډن له لوري د ټرمپ د ماموریت ادامه د افغانستان د سقوط او په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت لامل شوه.
نوموړي په افغانستان کې د لاس ته راوړنو له منځه تلل د افسوس وړ مسئله بللې ده او د دې هر څه پړه یې د امریکایي مشرانو پر اوږو بار کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس