معماری

اسراییلی قومندان وایي، غزه کې د پېریانو پڅېر پوځ سره جنګیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۹  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلي پوځ د یو قومندان ویډیو ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، چې په کې نوموړی غزې ته د اسراییلي پوځ لېږلو په اړه پر خپل حکومت تندې نیوکې کوي.

نوموړی وایي، چې غزه کې شویو بمباردونو او بریدونو پر حمـ.ـاس جنګیالیو هېڅ اغېز نه دی کړی او بیا هم نه یوازې دا چې د دغو جنګیالیو ځواک کمزوری شوی، بلکې د ده په وینا ورځ تر بلې قوي کیږي او د اسراییلي پوځ په مرګ – ژوبله کې زیاتوالی راولي.

یاد قومندان په خپلو خبرو کې وایي، چې د حمـ.ـاس جنګیالیو د دوی د پوځ لپاره غزه جهنم ګرځولی دی.

بل لور یوې اسرایلي رسنۍ یدیعوت احارانوت هم په یو راپور کې یادونه کړې، چې د غزې په روانه جګړه کې تر دا مهاله په سلګونه اسراییلي پوځیان وژل شوي او له ۵ زرو څخه ډېر نور مرګونې ژوبل شوي دي.

دا اسراییلی قومندان وایي، حمـ.ـاس د پېریانو په څېر په ناببره ډول پر اسراییلي پوځیانو بریدونه کوي او دوی وژني، خو اسراییلی حکومت د دوی د قرباني شویو سرتېرو د دقیقو ارقامو په اړه حقایق پټوي.

حـ.ـماس بیا د اسراییلي ځواکونو پر جنګي جنایتونو نیوکه کوي او له نړیوالو بشرپالو یې غوښتي، چې اسراییل پر بې دفاع ولسي فلسطینیانو له بریدونو راوګرځوي.

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو له امله تر دا مهاله نږدې ۱۸ زره بې وفاع ولسي وګړي وژل شوي او له ۵۰ زرو ډېر نور ژوبل دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس