معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان او ایران ترمنځ د شیخ ابونصر فراهي سرحد پرانیستل شو

د افغانستان او ایران ترمنځ د شیخ ابونصر فراهي سرحد پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه سرحد چې دوه ورځې وړاندې د افغان حکومت د پوله ساتو ځواکونو له خوا د ځينو ایراني پوله‌ ساتو ځواکونو د نیولو په اعتراض کې د باروړونکو موټرو پرمخ د ایران لخوا تړلی شوی ؤ، اوس د فراه ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې یاد سرحد پرانستی دی او د مسافرو او باروړونکو موټرو تګ – راتګ په عادي توګه جریان لري.

درې ورځې مخکې شپږ ایراني پوله‌ ساتي ځواکونه د افغانستان خاورې ته تر راننوتو وروسته په فراه کې د سرپرست حکومت د پوله‌ ساتو ځواکونو له خوا ونیول شول او له څو ساعتونو وروسته بېرته آزاد کړل شول.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس