معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کله چې تورې او بربنډې څېرې لا نورې هم بربنډې ښي!

کله چې تورې او بربنډې څېرې لا نورې هم بربنډې ښي!

 

د تاریخ په اوږدو کې د استعماري قوتونو او استعمارګرو هېوادو عادت همدا وي چې په غریبو او بې وزله هېوادونو کې یو شمېر کسانو ته د بډایه کېدو زمینه برابروي، له قانوني او نا قانونه لارو هغوی ته د شتمنۍ او پانګې برابرولو لارې چارې په لاس ورکوي، بیا د همدې غلا شویو تورو پیسو او نا قانونه ترلاسه شوې پانګې په زور هغوی د واک تر ګدۍ رسوي، خو هر کله یې چې خپلې ګټې پوره شوې او ترلاسه شوې موخې ته ورسېدل، بیا همدغه روزل شوي مزدوران د شا له لوري په لغته وهي او د بدمرغیو او نا خوالو یوه ژور ګودال ته یې غورځوي.

د یو لړ تازه رسنیزو راپورونو له مخې د امریکا د خزانې وزارت دلته د امریکا د اشغال پر وخت د افغانستان د پارلمان پر مشر میررحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني د پراخ مالي فساد له کبله بندیزونه لګولي دي.

راپورونه وایي چې د ترهګرۍ او مالي څارګرۍ برخه کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال “برایان اې نېلسن” ویلي دي چې دا ډول بندیزونه هغه کسان په ګوته کوي چې د شخصي ګټو لپاره له خپلو ځانګړو موقفونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیه کې یوازې پدې خبره هم بسنه نده شوې، بلکې وړاندې د رحماني د کورنۍ پر دغه غړیو د “مالي فساد” قضیې په تفصیل سره مطرح شوې چې په هغو کې “په قراردادونو کې قصدي انفلاسیون، په وارداتو کې د مالیې)یا ټکس) درغلۍ، د تېلو غلا، د پارلماني اداري فساد او د هېوادونو د تابعیت اخیستل او دې ته ورته ځیني نور موارد شامل دي.

ښایي ډېرو هېواد والو او په تېره بیا رسنیزو فعالانو او د سیاسي چارو شنونکو ته به په یاد وي چې ښاغلی رحماني او د هغه د کورنۍ ځيني غړیو په څه ډول د هغه وخت پارلمان ته لاره ومونده او بیا یې په پارلمان کې په څه ډول کړنې ترسره کولې او د فساد کچه یې تر کومه بریده وه؟

دا هم په خپل وار د پوښتنې ځای دی چې ښاغلی رحماني او د هغه د کورنۍ غړيو د هغه وخت د فساد، چپاول او درغلیو ډک پارلمان ته په څه ډول لاره و مونده او پدې لار کې یې د پیسو د کارولو او آن انسان تښتولو او وژلو څومره کیسې او تورونه ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎تر شا پرېښودل، خو په زړه پورې دا ده چې هغه مهال دلته د امریکا او نورو لویدیځوالو د نظامي او ملکي حضور سره سره دا هرڅه کېدل، خو نه امریکا او نه هم په کور د ننه چا دا خبره راپورته کړه او نن له هغه وخته د څو کلونو تر تېریدو وروسته دا قضیه راپورته کېږي او رسنیزه کېږي!

د نړیوالو رسنیو په رپورټ کې د رحماني کورنۍ د فساد ځینې مستندې بېلګې هم په ډاګه شوې دي، د بېلګې په ډول په یوه ځای کې ویل شوي چې دوی په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ زېږدیزو کلونو کې د خپل یوه شرکت له لارې شا او خوا یو میلیارد لېټره تېل وراد کړل چې دا اندازه په افغانستان کې د هغه وخت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ټول کلني لګښت څخه ډېره وه، ځکه چې هغه وخت د ځواکونو د سون توکو کلنی لګښت ۴۰۰ میلیون لېټره اټکل شوی ؤ، خو ښاغلي رحماني او کورني شرکت یې دا ټول د سون توکي د هغه وخت د امنیتي او دفاعي ځواکونو ( پولیسو او اردو) په نامه را وارد او پر حکومت یې وپلورل.

که څه هم دا ډول پېښې او ورته کیسې د هغه وخت د بدنام او فاسد جمهوریت او د عامو خلکو په خوله په چورلمان کې نورې هم شته خو د رحماني او کورنۍ په اړه یې دا خبره هم د پام وړ ده او عام افغان ولس پدې ښه خبر دی چې دغه کورنۍ دا شتمني او سرمایه له کومې لارې ترلاسه کړه او په څه ډول داسې شتمن شول؟

دا رسنۍ دې ټکي ته اشاره نه کوي چې میررحمان رحماني او اجمل رحماني دومره پانګه او شتمني په افغانستان کې یرغلګرو امریکایي ځواکونو ته د سون توکو او تېلو رسولو له قرار دادونو څخه ترلاسه کړې وې او دا چې په هغه قراردادونو کې یې یوځل یرغلګرو ته سون توکي او تېل رسول او بیا یې په هغه کې هم غلا او درغلي کوله.

د امریکا د مالیې وزارت په راپور کې دا هم ویل شوي چې اجمل رحماني هغه مهال د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینو غړو ته ۱.۶ میلیون ډالر رشوت ورکړی ؤ تر څو د هغه وخت پارلمان ته خپله بریا یقیني کړي او پلار یې میر رحمن رحماني په ۲۰۱۸ کال د پارلمان د مشر په توګه د پارلمان ځینو غړو ته میلیونونه ډالر ورکړل چې د ولسي جرګې ریاست ته خپله بریا یقیني کړي.

د امریکا د مالیې وزارت دغه راپور که یوې خواته د افغانستان په تېر بدنام جمهوریت کې د فساد کچه په ډاګه کوي د پند او عبرت دا ټکی هم پکې نعښتی چې د پردیو مزدوران او ګوډاګیان نه یوازې د خدای او خپل ولس په وړاندې مجرمین او مخ توري وي، بلکې د یوې مودې تر تېریدو وروسته په خپله د هغوی باداران هم هغوی له شا په لغته وهي او د بدنامۍ رازونه یې افشا کوي. والسلام

 

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس