معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ریاست الوزراء اداري مرستیال ایران کې د افغان حکومت له سفیر سره کتلي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال ایران کې د افغان حکومت له سفیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مـ.ـولوي عـ.ـبدالسـ.ـلام حـ.ـنفي ویلي، افغان حکومت له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره متقابل درناوي او نېکو اړیکو ته ژمن دی.

حـ.ـنفي زیاته کړې، افغان حکومت به په خپل ټول توان سره په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران کې د مېشتو افغان کډوالو اړوند مسایلو ته د رسېدنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

د دغې کتنې پرمهال ایران کې د افغان حکومت سفیر مولوي فـ.ـضل محمد حـ.ـقاني ویلي، د سفارت مسوولین له ایران سره د مناسباتو د لا پراختیا او پیاوړتیا هڅې کوي.

د ده په خبره د اوسني حکومت له حاکمیت را وروسته په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

نوموړي په یاد هېواد کې مېشتو ټولو افغانانو ته د تذکرو او پاسپورټونو د وېش په اړه د افغان حکومت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس