معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په چین کې د ا.ا ډیپلوماټ د دغه هېواد له استازي سره پر ځینو اړینو مسایلو خبرې کړي

په چین کې د ا.ا ډیپلوماټ د دغه هېواد له استازي سره پر ځینو اړینو مسایلو خبرې کړي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه(د غبرګولي یا جوزا ۳۱مه او د جون میاشتې ۲۱مه نېټه ده) په چین کې د ا.ا امارت سرپرست سفیر سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا د هیوادونو د څانګې مشر شو هان تیَن سره لیدلي.
سفارت پر خپل ټویټر لیکلي، چې داړو لورو چین ته د اریانا افغان هوايي شرکت د پروازونو په بیا پیل، په کابل کې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه او د دغه هېواد په پوهنتونو کې د شاملو افغان محصلینو په حضوري درسونو او بیرته ګرځیدلو باندې ګټورې خبرې وشوې.
سفارت هیله مندي ښودلې، چې په یادو برخو کې به په نژدې راتلونکې کې د مثبت پرمختګ خبرونه ولرو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس