معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په ۱۰مه جوړیږي

د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په ۱۰مه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان مسوولینو ویلي، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه به د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه جوړه شي.

تر دې وړاندې د یاد سازمان مرستیال روزمیري دیکارلو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دوحې غونډه کې د ګډون په هدف د سرپرست حکومت استازي ته رسماً بلنه ورکړې وه.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په دې غونډه کې د سرپرست حکومت او د افغانستان د مدني ټولنې استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

افغان حکومت لا تر دې دمه دغه غونډه کې د ګډون په تراو څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس