معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د دوحې ناستې لپاره افغان حکومت ته رسماً د ګډون بلنه ورکړل شوه

د دوحې ناستې لپاره افغان حکومت ته رسماً د ګډون بلنه ورکړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ناسته چې د جون له دېرشمې د جولای تر لومړۍ نېټې به ترسره شي، افغان حکومت ته په کې رسماً د ګډون بلنه ورکړل شوه.

ملګرو ملتونو کابل ته د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیالې روزمېري ډیکارلو د سفر په پای کې اعلان کړی، چې له افغان حکومته یې رسماً په دوحې ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي، چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازیو د درېیمې ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږي، منسجم او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

په سیاسي چارو او سولې جوړونې کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې کابل ته په سفر کې له بېلابېلو خواوو سره په بحثونو کې د افغانستان د شته ننګونو په اړه خبرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې ښکېلو لوریو دا غوښتنه درلوده چې هر ډول نړیوال تعامل کې باید بشري، پراختیايي او اقتصادي ننګونو ته پاملرنه وشي.

بل لور بیا افغان حکومت د دوحې تېر کنفرانسونه د افغان حکومت له ګډون پرته نیمګړي بللي او ټینګار یې کړی، چې د دوی د شرایطو تر منلو وروسته به دغه غونډه کې ګډون وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

Web:

صفحهء اصلی

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس